د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي کې د اوبو تصفیه کولو ماشین له جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د اوبو فلتر یاد ماشین چې په ساعت کې ۲۴۰۰ لیتره اوبه پاکوي، د (ایچ ایچ ار ډي) خیریه مؤسسې له خوا د نږدې څلور سوه زره افغانیو په مالي لګښت جوړ او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د پرانیستې په مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام، د اداري او مالي چارو مرستیال حافظ ناکیم خان سعید، د شرعیاتو پوهنځي رئیس مولوي سراج الدین عمر منصور، د محصلانو خدمتونو او همغږۍ آمر قاري بشیر احمد احمدي او د مرسته کوونکې ادارې مشر ښاغلي عبیدالله فیصل او نورو مسؤلینو او استادانو برخه لرله.
د پوهنتون مشرتابه د مرسته کوونکې ادارې له مسؤلینو او نورو همکارانو د یاد اقدام او په تېر کې ننګرهار پوهنتون سره اړونده برخه کې د ترسره کړیو مرستو له کبله مننه وکړه او راتلونکې کې یې هم د ورته فعالیتونو د دوام غوښتنه وکړه، چې د هغوی له خوا ډاډ ورکړل شو.
سرچینه: د عامه اړیکو او نشراتو امریت
