دساينس پوهنځي ستراتيژيک پلان
د ساينس پوهنځي د ستراتيژيک پلان لنډيز پي ډي ايف بڼه
د ۱۴۰۱ - ۱۴۰۵ کال پورې دساينس پوهنځي ستراتيژيک پلان
د ساينس پوهنځي د پنځه کلن(۱۴۰۱-۱۴۰۵) ستراتيژيک پلان لنډيز
پيژندنه
دا چی زمونږ په ګران هیواد کی صنایع د نسبی انکشاف په حالت کی قرار لری او همدارنګه په معارف کی دشاګردانو زیاتوالی اود مسلکی استادانو کمښت ، ددی باعث ګرځیدلی چی د ساینس پوهنځی دننګرهار پوهنتون په چوکات کی ایجاد شی نو په همدی اساس د ساینس پوهنځی د ننګرهار پوهنتون یو د هغه پوهنځیو څخه دې چی په۱۳۹۰ کال کې تأسیس شوی چی د ریاضی –فزیک او کیمیا – بیولوژی ډیپارتمنتونو لرلو سره په فعالیت شروع کړی او په ۱۳۹۴ کال کی خپل لومړنی فارغان د لسانس په سویه په یاد څانکو کی جامعی ته وړاندی کړ. دیاد پوهنځی اکادمیک جوړښت په ۱۳۹۳ کال کی تغییر وموند په پروګرمونو کی یی اصلاحات رامنځته شوه، پروګرامونه یی اختصاصی شکل غوره کړه اوس د ریاضی ،فزیک ، کیمیا ، بیو لوژی او معادن ډیپارتمنتونو لرونکی دی. د یاد پوهنځی د ډیپارتمنتونو په درسی پروګرامونوکی اساسی، اختصاصی ، فرعی او پوهنتونی مضامین شامل دی. یاد پوهنځی دولس کمیټې (د کیفیت د تضمین او لوړونې ، کریکولم ، ریسرچ،نظم –دسپلین،نشراتو،د امتحانانواو شکایاتو، الیکترونیکې زده کړو، مالی او د بورسونو، ...) لری، همدارنګه په یاد پوهنځی کی د کریدیت په سیستم تدریسی پروګرامونه مخکی بیول کیږی په یاد پوهنځی کې د ساینس پوهنځی د رشد او انکشاف لپاره د جرمنی هیواد د وردز بورګ پوهنتون د DAAD موسسی د مالی مرستی په همکارۍ د لابراتوارونو د سامان تهیه او نصبول او کتابونو تهیه کول دی چی د پوهنځی استادان او محصلان ورڅخه ګټه اخلی.
دساینس پوهنځی ودانی د پاکستان هیواد په مالی مرسته جوړه شوی چی یوه معیاری ودانی دی او په کافی اندازی سره تدریسی خونی لری .
. اوس مهال په دغه پوهنځی کې ۵ ډیپارتمنتونه فعال او استادان يې په بېلا بېلو څانګو کې تدريس کوي او خپل علمي فعاليتونه پر مخ وړي چې تفصيل يې د ضمايمو د جدولونو په برخه کې په (۱) ضميمه کې قرار لری.
اوس مهال پدې پوهنځی کې ( ۹۰۶ ) محصلان په زده کړه بوخت دي چې د هر تعليمې کال په پاي کې لږ او ډېر ( ۲۰۰ - ۳۰۰) محصلان فارغان خپلې ټولنې ته د چوپړ په موخه وړاندې کوي. د نويو زده کوونکو د نوم ليکنې او شامليدنې شمير په هر يو کال کې ۶۰۰ – ۷۰۰ تنو ته رسيدلي او لا هم پسې زياتيږي.
دغه نوی ستراتیژیک پلان د ۱۴۰۱ څخه تر ۱۴۰۵ کلونو له پاره ترتيب شو او په عملي کېدو سره به یې پوهنځی د دې توان پیدا کړي چې خپلې لازمه او ټاکلو موخو ته ورسيږي.
په دې پنځه کلن ستراتيژيک پلان کې ساينس پوهنځی خپل لیدلوري او موخو ته په کتو د خپل ماموریت په موثره توګه ترسره کېدو لپاره ټولې اړتیاوې او اسانتیاوې په هر اړخیزه توګه په پام کې نیولي دي.د دې پلان د ترتیبولو لپاره د پوهنځي ادارې له خوا د پلان او پالیسۍ کمېټه ټاکل شوې، چې غړي یې له ټولو اړوندو ډيپارټمنټونو څخه ټاکل شوي دي. په یاد پلان کې پر بنسټيزو تاسیساتو او اسانتیاوو رامنځته کولو سربېره، د پوهنځي علمي، اکاډمیکو او څېړنیزو چارو د پراختیا په برخه کې ظرفیت لوړونې او علمي پروګرامونو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده. دغه راز ددې ستراتېژیک پلان په ترتیبولو کې د پوهنځي تېر ستراتیژیک پراختیايي پلانونو او د پوهنځي ښکیلو خواوو رغنده نظرونه په پام کې نیول شوي. په ذکر شوي پنځه کلن پلان کې ټولې هغه برخې چې په تېرو ستراتیژیکو پلانونو کې يې چارې نیمګړې پاتې وې په پام کې نیول شوي او د پوهنتون او پوهنځي اداري يې بشپړپلي کېدو ته ژمني دي.
د یاد پلان له پلي کېدا وروسته به پوهنتون او ساينس پوهنځی په سیمه ییزه کچه ځانګړی باور ترلاسه کړي، چې په نتیجه کې به د لوړو زده کړو وزارت مقام وهڅول شي چې پوهنتون ته هر اړخیزه مالي، اداري او اکاډمیکه خپلواکي ورکړي او پوهنتون به د لا پرمختګ او ودې فرصتونه ترلاسه کړي.
د تحصیلي درجې پر بنسټ د ساينس پوهنځي د استادانو شمېر
|
جنسیت |
دوکتور یا PhD |
ماسټران |
لسانس |
|
نارینه |
۰ |
۲۳ |
۴ |
|
ټول |
۰ |
۲۳ |
۴ |
د علمي رتبې پربنسټ د ساينس پوهنځي استادانو شمېر
|
جنسیت |
پوهاند |
پوهنوال |
پوهندوی |
پوهنمل |
پوهنیار |
نامزد پوهنیار |
|
نارینه |
۰ |
۲ |
۴ |
۶ |
۱۱ |
۴ |
|
ټول |
۰ |
۲ |
۴ |
۶ |
۱۱ |
۴ |
د استادانو ټولیز شمېر
|
۳۰ |
انځور۲: په ۱۴۰۰ ل کال کې د علمي رتبي پربنسټ د استادانو سلنه راښايي.
انځور۳: په ۱۴۰۰ ل کال کې د تحصیلي درجې پر بنسټ د استادانو سلنه راښايي
د ساينس پوهنځي لرلید
ساينس پوهنځی غواړي د اغېزناکې رهبرۍ او تخصصي بشري ځواک په لرلو د ټولنې اړتیاوو سره سم، د معیاري تحصیلي خدماتو او علمي څېړنو په ترسره کولو د علم تولید او د هېواد هر اړخیزې دوامدارې پرمختیا په برخه کې د هيواد په کچه ځانګړی مقام خپل کړي.
۴. د ساينس پوهنځي ماموریت
ساينس پوهنځی د علم تولید، معياري علمي څېړنې او لازمو مهارتونو په اساس د کار د بازار اړتیاوو ته په کتنې ټولنې ته د مسلکي او ژمنو کادرونو وړاندې کول خپل ماموریت ګڼي، په دې توګه د هېواد په هر اړخیز ټيکاو او دوامداره پرمختیا کې اغیزناکه برخه اخلي.
۵. ارزښتونه
-
- اسلامي او ملي ارزښتونو ته درناوی
- رښتینولي
- کاري ژمنتيا او پر مسلکیتوب باور
- نوښت
- کیفیت
- احترام او مسلکي چال چلن
- د چارو روڼتيا او حساب ورکول
۶. د ساينس پوهنځي موخې
د ساينس پوهنځی ستراتېژیک پلان جوړونې څخه موخه د لوړو زده کړو د بهیر چټکتیا او ښه والی دی تر څو په ټولنه کې د شته ناورینونو او ستونزو پای ته رسېدو په برخه کې خپله ونډه واخلي. پوهنځی د ټاکلو ارزښتونو، لیدلوري او معیارونو په پام کې نیولو سره داسې وړ، مسلکي او معیاري کادرونه روزي چې د ټولنې په پرمختګ او د ستونزو په حل کې د خدمت وړاندې کولو جوګه شي. پوهنځی پورته ارزښتونو او لیدلوري ته د رسېدو په موخه په راتلونکو پنځو کلونو کې لاندې موخې تعقیبوي:
- علمي او څېړنیزو چارو په برخه کې په ملي او نړیوالو معیارونو سره د پوهنځی عیارول
- د بېلابېلو علمي او تخصصي پروګرامونو پراختیا او له نړیوالو منل شوو معیارونو سره یې برابرول
- د لوړو زده کړو په برخه کې د شفافیت بهیر لا پیاوړی کول
- د څېړنو پر مټ د ټولنې ستونزو پېژندل او ورته مناسبې حللارې پیدا کول
- د زيربطو ادارو او اشخاصو په وړاندې د پوهنځی څخه اغېزمنه استازولي او له دوی سره د ښو اړيکو ټينګول.
په پورته توګه د ساينس پوهنځي د ستراتيژيک پلان لنډيز ترتيب او د پلان او پاليسۍ کميټي په په ( ۲) ۱۷/۲/۱۴۰۴ګڼه پروتوکول کې ثبت دی.
پوهندوی الله نظر عاطف
د دري کسيز هيئت تائيدي:
۱. پوهنوال صفت الله شاکر ۲. پوهنمل جنت اکبر الفت ۳. پوهنمل نورمل سمندري
ياد پلان د پوهنځي په علمي شورا کې مطرح د رايو په يوالي تائيد او په (۲) ۲۹/۲/۱۴۰۴ګڼه پروتوکول کې ثبت دی.
د علمي شورای منشی
پوهندوی محمد جواد نيازی