دساينس پوهنځي د رئيس پيغام
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لله وکفي والصلاة والسلام علي عباده الذین اصطفي اما بعد:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
د ساینس پوهنځي ته ښه راغلاست!
دا زما لپاره د ستر ویاړ ځای دی چې د ساینس پوهنځي د رئیس په توګه خدمت کوم. زموږ پوهنځی د پوهې د رڼا، علمي پلټنې، او نوښت یوه ژوندۍ حوزه ده. موږ باور لرو چې ساینس یوازې د حقایقو ټولګه نه ده، بلکې د فکر کولو، تجزیه او تحلیل، او د نړۍ د ښه پوهیدو لپاره یوه منظمه طریقه ده.
زموږ ماموریت:
د معياري تدریس او زده کړو ته زمينه برابرول
د څیړنې او ساينسی سپړنې هڅونه
د محصلینو انتقادي او تحلیلي فکر ته وده کول
د ټولنې د ستونزو لپاره د علمي حل لارو موندل
زموږ په پوهنځي کې، موږ د ریاضی، فزیک، کیمیا، بیولوژي، او جیولوجي په برخو کې تکړه او مسلکي استادان لرو. دوی د تدریس او څیړنې تر څنګ، د محصلینو د علمي وده لپاره ځانګړې پاملرنه کوي.
زه له ټولو محصلینو، استادانو، او همکارانو څخه غواړم چې د پوهې او علم په لاره کې ثابت قدمه پاتې شي. ساینس هېڅ سرحد نه پېژني— دا موږ ته توان راکوي چې د الله په حکم نن ته تغيرورکړو او سبا روښانه کړو.
په درنښت،
پوهندوی زردار خان مومند
د ساینس پوهنځي رئیس