د نوملیکنې خبرتیا!

nu_admin
image

Event dates

Event dates -

 

د ننګرهار پوهنتون ماسترۍ دورې او اکمال تخصص پروګرام ټولو جدیدالشمول محصلانو ته، چې د کانکور ازموینې له لارې دې پوهنتون ته بریالي شوي، خبر ورکول کېږي، چې سر له سبا ورځې (چهار شنبه – د غویي له ۲۱مې نېټې څخه تر ۲۵ نېټې پورې) د نوملیکنې په موخه د پوهنتون د فوق لیسانس برنامو امریت ته مراجعه وکړي.

د راتګ پر مهال ۶ قطعې انځورونه، د دیپلوم، ترانسکریپټ او تذکرې اصل او کاپي له ځان سره ولرئ.

ادرس: ساینس بلاک، دویم پوړ ـ د فوق لیسانس برنامو امریت

وخت: د سهار له ۸ بجو د ماسپښین تر ۳ بجو پورې

یادښت:

د یادو پروګرامونو درسونه به د غويي په ۲۶ نېټه پیلېږي.

درنښت

د ننګرهار پوهنتون اداره