د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه وکړه.
په یاده کاري ناسته کې، چې ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ د وري په ۳۱مه نېټه د پوهنتون په ریاست مقام کې ترسره شوه، د پوهنتون مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئيسانو او استادانو په کې برخه لرله.
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د مجلس د پرانیستې پر مهال د پوهنځیو او تدریسي روغتون د رئیسانو مننه وکړه، چې نویو شامل شوو محصلینو ته یې د ښه راغلاست او د پوهنتون چاپېریال سره د بلدتیا غونډې ونیولې او همدارنګه یې په علمي او رغنیزو برخو کې ګڼ فعالیتونه لرل.
نوموړي دغه راز په تېره یوه میاشت کې د پوهنتون ادارې د کړنو او لاسته راوړنو په اړه د شورا غړو ته معلومات ورکړل او هم یې مسؤلینو ته په چارو کې د روڼتیا، چټکتیا او مراجعینو سره د ښه سلوک او نېک چلند لارښوونه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال قاضي خالد صداقت، د علمي چارو مرستیال پوهنمل احسان الله ناصح او د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي په خپلو خبرو کې په رسمي وختونو کې په پوهنتون او اړوندو څانګو کې د استادانو د شتون او حاضرۍ، د سکتوري ریاستونو سره د شویو تفاهملیکونو تعقیب او له مخې یې محصلینو ته د عملي زده کړو د زمینې برابرولو او ځینو نورو مواردو په اړه د مجلس ګډونوالو ته اړینې سپارښتنې وکړې.
د مجلس په وروستۍ برخه کې د ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان او الفلاح پوهنتونونو د علمي ترفیعاتو ۷، رتبې تثبیت ۳، ارتقا ۲، انفکاک ۱ او د تقرر د ۵ کیسونو، د محصلینو عرایضو او ځینو نورو متفرقه مسايلو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.
