دوترنري علومو پوهنځي ليدلوری، ماموريت او موخې
وترنری علومو پوهنځي ليد لوری (Vision)
د اغیزناک او تخصصي بشري ځواک په لرلو، د علمي پرمختګ لپاره د علمي او څيړنيزو خدماتو ترسره کول
د وترنری علومو پوهنځي ماموريت (Mission)
ټولنې ته د کار د بازار د اړتياوو سره سم علمي، مسلکي او ژمن کادرونه وړاندې کول
د وترنری علومو پوهنځي موخې (Objectives)
۱.د مالداری سکتور د ودې او پرمختګ لپاره د ځوانو کادرونو روزل.
۲. د حیوانی میتابولیکي ناروغیو په اړه علمی معلومات او څېړنې ترسره کول.
۳.په ښه او معاصر ډول د مالدارې د سکتور تعقیبول.
۴.په هیواد کې د وترنری مسلک د همسلکیانو او د عامې روغتیا ډاکترانو ترمنځ د علمی او مسلکي تجربو شریکول.
۵. د حیواناتو د طبعی جوړښت په اړه علمی معلومات ارایه کول.
۶.په ځوانو او مسلکي فارغانو کې د هیواد د ابادې روحیه تقویه کول او د ښه چاپيریال او خوشحاله په ځان بسیا ټولنه رامنځته ته کول.
۷. د حیوانی ناروغیو په پیژندلو ،مخنیوی کنترول او نابودلو کې فعاله ونډه لرل.
۸.د حیوانی محصولاتو تامینول
۹.د حیوان او حیواني محصولاتو څخه انساني جامعې ته د ناروغیو د لیږد مخنیوی
۱۰.د حیوانی تولیداتو په درست تولید او کنترول کې فعاله ونډه
۱۱. د حیواني محصولاتو تامینول
۱۲. د حیوانی محصولاتو د تولید کچه لوړول او انسانی ټولنې ته د غوره حیوانی محصولاتو چمتو کول.
۱۳.د غوره تغدذیی او نسلګري له لارې ټولنی ته د لوړ کیفیت لرونکو څارویو وړاندی کول.
۱۴.د حیواني ناروغیو تشخیص ، تداوې ،کنترول او له منځه وړلو کې ونډه لرل.