د ننګرهار پوهنتون د فوق لیسانس برنامو بورد نوبتي غونډه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون د فوق لیسانس برنامو بورد ددې پوهنتون د علمي چارو مرستیال په مشرۍ غونډه وکړه، چې پر مهال یې د فوق لیسانس برنامو د لا زیاتې معیاري کېدا، پراختیا، پر محصلینو د وخت او اصولو سره سم د څېړنو ترسره کولو او یادو برنامو کې د موجوده ستونزو د حل په هکله بحث او خبرې وشوې.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مـــ/ــولوي احسان الله ناصح مجلس ته د خپلو خبرو پر مهال د بېلابېلو پوهنځیو د فوق لیسانس برنامو د کمېټو مسؤلینو ته په تدریسي بهیر کې د شته ستونزو او نیمګړتیاوو د حل په برخه کې لارښوونې وکړې او زیاته یې کړه، چې محصلین باید په ملي او نړیواله کچه پر مهمو موضوعاتو څېړنو ترسره کولو ته تشویق او هغوی سره لازمه همکاري ترسره شي.
نوموړي د څېړنیزو سهولتونو ایجاد، د عصري تدریسي میتودونو پلي کولو او مختلفو ښوونیزو او روزنیزو پروګرامونه جوړولو په اړه ټینګار وکړ او سپارښتنه یې وکړه ،چې د پوهنځیو په کچه د کمېټو مسؤلین باید د خپلو کړنو او لاسته راوړنو راپورونه د عمومي بورد په غونډه کې شریک کړي.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د بورد غړو د فوق لیسانس برنامو د پرمختګ او معیاري کېدو په اړه خپل وړاندیزونه وړاندې کړل او همدارنګه یې د بېلابېلو پوهنځیو او څانګو د ماسترۍ تیزسونو، د تیزسونو د پلانونو د ارزونې او اصلاح تر څنګ د یو شمېر نورو مواردو په اړه بحث او پرېکړې وکړې.
سرچینه : د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو آمریت