د سوداګرۍ څانګې لرليد، ماموريت، ارزښتونه او موخې
لرلید:
د ملي، سیمه ایز او نړیوال اقتصادي سکتوري سازمانونو لپاره پو سواګریزو ارزښتونو، فکرونو او علمي- مسلکي پوهې سنبال کادرونو درلودل او په نړیواله سطحه د علمي- تخنیکي پرمختګ د غوښتنو مطابق کادرونو، امکاناتو، سهولتونو، تجهیزاتو او وسایلو له پلوه د سمبال ډیپارټمنټ لرل.
ماموریت:
د داخلي او خارجي بازارونو د اړتیا په پام کې نیولو سره د وړ لایق او په علمي ډګر کې په وروستیو لاسته راوړنو مجهزو کادرونو تربیه او وړاندې کول.
موخې:
- د علمي، تخصصي، تحصیلي او معلوماتي ټکنالوژیکي سطحې له نګاه څخه د څانګې د کادري غړو ارتقا.
- په دوامداره توګه د څانګې د علمي کادر غړو د علمي، مسلکي سطحې تازه کول.
- د علمي او مسلکي کتابونو کتل.
- په علمي او مسلکي کتابونو او اثارو د مجهز کتابتون تهیه او تدارک.
- په علمي او مسلکي اړونده ساحو کې د تجربو او لاس ته راوړنو د تبادلې او استفادې په منظور د علمي او تحصیلي بنسټونو سره د ارتباط تامین.
- د کریکولم او درسي نصاب د معاصر ساتلو په خاطر د اړونده استعدادونو، متخصصینو، محصلانو او اهل مسلک سره د غونډو په لار اچول.
- د ډیپارټمنټ د مادي او تخنیکي پای توسعه او پراختیا.
- د ماسټرۍ او دوکتورا په سطحه د عالي لوړو زده کړو په ساحه کې د کادر تربیه.
- د اړونده ملي او نړیوالو څېړنیزو پروژو په لاره اچول.
- د منطقې او نړۍ په سطحه د اړوند علمي او اکاډمیک مؤسساتو سره د اړیکو تامین.
- د ملي، سیمیز او نړیوال اقتصاد په سطحه د رشتوي نوو منځ ته راغلو مشکلاتو په تجزیې او تحلیل په منظور فورمونو تدویر او تشکیل.
- کادر او تخصص ته د اړتیا د تثبیت په موخه د نړیوال ارګانونو په ګډون د محفلونو مجالس او ورکشاپونو په لاره اچول.