د ننګرهار پوهنتون د اړوندو ۷ پوهنځیو نوي رئیسان د یادو پوهنځیو استادانو او منسوبینو ته ور وپېژندل شول.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۳۰ - ۹:۲۸
image

 

پوهنوال محمد عظیم عظیم د طب، پوهندوی دکتور اسدالله دوست د وترنري علومو، پوهنمل بادام نیازی د کمپیوټر ساینس، پوهنمل محمد صادق رهنما د اقتصاد، پوهنمل محمد اسحق شهیدزوی د ښوونې او روزنې، پوهنمل محمد جمال شینواری د عامه ادارې او پالیسۍ او پوهنیار رفیع الله رفیع د ساینس پوهنځیو د نویو رئیسانو په توګه د ننګرهار پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال له خوا په داسې حال کې، چې د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د پوهنتون مرستیالانو او یو شمېر استادانو یې ملتیا کوله، رسماً د یادو پوهنځیو استادانو او منسوبينو ته ور وپېژندل شول او د مخکېنیو رئیسانو د خدمتونه تقدیر او ستاینه وشوه.

په همدې اړه د دلوې په ۲۵ نېټه د ننګرهار پوهنتون ریاست مقام کې غونډه جوړه شوې وه، چې د پوهنتون رئیس، د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي، د علمي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو او د اړوندو پوهنځیو او تدریسي روغتون رئیسانو په کې برخه لرله.

د غونډې د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د طب، اقتصاد، ښوونې او روزنې، وترنري علومو، ساینس، کمپیوټر ساینس او عامه ادارې پوهنځیو د مخکېنیو رئیسانو د هلو ځلو او خدمتونو ستاینه وکړه.

پوهاند بهسودوال وویل: یادو رئیس صاحبانو د تدریسي مکلفیت سره سره د اړوندو پوهنځیو د علمي، تدریسي او اداري پرمختیا او پیاوړتیا په برخه کې نه ستړي کېدونکي هلې ځلې کړي، چې مونږ یې قدردانی کوو او د الله تعالی له درباره ورته د اجر غوښتنه کوو.

د پوهنتون رئیس نوي پېژندل شوي رئیسان د ننګرهار پوهنتون وړ او په کار پوه علمي کادرونه یاد کړل، چې په وينا يې، په تقرر سره به یې د اړوندو پوهنځیو علمي او تدریسي چارې لا منظمې او معیاري شي.

د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال قاضي خالد صداقت، د علمي چارو مرستیال پوهنمل احسان الله ناصح او د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي د غونډې نور ویناوال وو، چې د خپلو ویناوو په ترڅ کې تغیر او تبدیل د ادارې مهم اصل وباله، نویو رئیسانو ته یې مبارکي وویله او د مخکېنیو رئیسانو هلې ځلې او خدمتونه یې وستایل.

نوموړو ورسپارل شوې دندې منصبونه نه، بلکې ستر مسؤلیتونه یاد کړل او نویو رئیسانو ته یې د اصولو او مقرراتو سره سم د چارو د ترسراوي سپارښتنه وکړه.

د مجلس په وروستۍ برخه د ذکر شویو پوهنځیو مخکېني رئیسان پوهاند ډاکتر ناصر خان کامه وال، پوهنوال محمد زبیر نورمل، پوهنوال کریم الله بیدار، پوهنوال پیر محمد ستانکزی او پوهندوی صفت الله شاکر د پوهنتون د مشرتابه له خوا د ستاینلیکونو په ورکړې سره تقدیر شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۳۹ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.


د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې محصلینو له لوري د (۳۹) څېړنیزو پروژو د پایلو پوسټر نندارتون ترسره شو.

دغه نندارتون چې د ښوونې او روزنې پوهنځي په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۸
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۳۳ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقي علومو څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۳۳) تنه علمي کادرونه فارغ شول.
په همدې مناسبت د دې پوهنتون د غونډو تالار کې فراغت. . .

BACK TO NEWS

User account menu