د ننګرهار پوهنتون د ۱۳۹۹-۱۴۰۰ تحصیلي کال د لومړي سمستر ازموينې پيل شوې.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۸ - ۱۱:۵۴
image

 

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، نوموړې ازموینې چې درې اوونۍ به دوام وکړي، په ترڅ کې به یې د لیسانس او ماسترۍ دورې د نږدې پنځلس زرو تنو محصلینو ازموینه واخیستل شي.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د علمي چارو د مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستيال پوهنوال سيد اکرم هاشمي او د ازموينو کمېټې د مشر پوهاند احمد ګل واثق په ملتيا د يادو ازموينو نه د ليدنې پر مهال د پوهنځيو مسؤلینو او استادانو ته لارښوونه وکړه، چې ازموينې باید په پوره روڼتيا او شفافيت واخيستل شي او پايلې يې په خپل وخت له محصلينو سره شريکې شي.

پوهاند بهسودوال د ازموینو کمېټې مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د پوهنځيو د کمېټو سره په ګډه د ازموينو بهير په جدي توګه وڅاري او د شفافيت لپاره يې تر ممکنه حده هلې ځلې وکړي، چې د هغوی له خوا ورته په اړونده برخه کې د لازمو اجرااتو ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۳۹ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.


د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې محصلینو له لوري د (۳۹) څېړنیزو پروژو د پایلو پوسټر نندارتون ترسره شو.

دغه نندارتون چې د ښوونې او روزنې پوهنځي په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۸
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۳۳ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقي علومو څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۳۳) تنه علمي کادرونه فارغ شول.
په همدې مناسبت د دې پوهنتون د غونډو تالار کې فراغت. . .

BACK TO NEWS

User account menu