د ننګرهار پوهنتون سولې مرکز د محصل نړيواله ورځ ونمانځله

sakhizada_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۸ - ۸:۵۶
image

 

د اکتوبر ۱۷ مه چې د محصل نړيوالې ورځې سره سمون خوري، د ننګرهار پوهنتون سولې مرکز په نوښت په علمي او اکاډميک ډول ونمانځل شوه.

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي، د ننګرهار پوهنتون د سولې مرکز مشر پوهندوى نعيم جان سروري، د ادبیاتو پوهنځی استاد او د سولې مرکز ټرینر دوکتور محمد دوست صافی، د ژورناليزم پوهنځي استاد او د سولې مرکز د ځوانانو کلب روزونکى پوهنيار احمد جميل پوپل زي او د سولې مرکز غړي محصلان د يادې نمانځغونډې برخه وال وو.

د پرانیستې وينا د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي وکړه،

نوموړي د محصل د نړيوالې ورځې مبارکۍ تر څنګ محصلين هغه څوک وګڼل، چې د هېواد راتلونکى ورپورې تړلى دى.

نوموړي د سولې مرکز څخه مننه وکړه، چې تل نوښتونه کوي او د محصلينو په ظرفيت لوړونه کې هلې ځلې کوي.

ښاغلي هاشمي همدا راز هغه محصلين وستايل، چې په تېر کې يې د سولې مرکز او پوهنتون له ادرسه لاسته راوړنې درلودلې وې.

ورپسې د ننګرهار پوهنتون د سولې مرکز مشر پوهندوى نعيم جان سروري خبرې وکړې، د محصل د ورځې د مبارکۍ ترڅنګ ېې زياته کړه چې د محصل مسووليتونه خورا ډېر دي او دوى ته پکار ده، چې د فرصتونو څخه په استفادې د خپل شخصيت جوړولو لپاره هلې ځلې وکړي. نوموړي همدا راز محصلين مخاطب کړل، چې دا هېواد تاسو ته اړ دى او راتلونکى يې تاسو پورې تړلى دى.

نوموړي د سولې مرکز د ځوانانو کلب له استادانو او محصلينو مننه وکړه، چې تل يې دا شان مهمې ورځې نمانځلي دي.

همدارنګه د سولې مرکز د ځوانانو کلب مشر عزت الله منصف او د نجونو د برخې مرستيالې نازنين مومند د خپلو برياليتوبونو اړوند ويناوې وکړې. ورپسې قدرت الله مياخېل، ګل مهره صديقي، بسمينې مومند، ذبيح الله زړن، موسى نورزي او شيلا افغان په مختلفو موضوعاتو پريزنټيشنونه ورکړل؛ منيژې غفورزۍ منسهرې رسولي او ساجد سنګر لنډې کيسې وړاندې او مينې صافۍ خپل نظم د غونډې ګډونوالو ته واوروه.

په پاى کې د سولې مرکز د ځوانانو کلب روزونکي پوهنيار احمد جميل پوپل زي د غونډې ارزيابي وکړه او غونډه پاى ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۳۹ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.


د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې محصلینو له لوري د (۳۹) څېړنیزو پروژو د پایلو پوسټر نندارتون ترسره شو.

دغه نندارتون چې د ښوونې او روزنې پوهنځي په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۸
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۳۳ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقي علومو څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۳۳) تنه علمي کادرونه فارغ شول.
په همدې مناسبت د دې پوهنتون د غونډو تالار کې فراغت. . .

BACK TO NEWS

User account menu