ننګرهار پوهنتون کې د کرکټ سيالۍ د وترنري علومو پوهنځي په بریا پای ته ورسېدې.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۱ - ۱۲:۱۰
Picture

د کرکټ سياليو یاد ټورنمنټ، د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې آمريت له خوا د ثور میاشتې په ۱۹ نېټه جوړ شوی ؤ او یوولس ورځې یې دوام وکړ، چې د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو او فامیلیو ۱۴ لوبډلو په کې ګډون درلود.
د ټورنمنټ پایلوبې ته د عامه ادارې او پالیسۍ او وترنري علومو پوهنځیو لوبډلو لار پیدا کړه، چې توپ وهنه د عامه ادارې پوهنځي لوبډلې پیل کړه او خپلې سیالې لوبډلې ته یې په لسو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو سره د ۹۸ منډو هدف وټاکه.
د وترنري علومو پوهنځي لوبډلې په اتم اور کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدلو یاد هدف پوره او په دې توګه یې د سیالیو اتلولي خپله کړه. 
د ټورنمنټ د پای په مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهنیار حافظ سید محمدقاسم هاشمي په پوهنتونونو کې د سپورتي فعالیتونو په اړتیا او ارزښت خبرې وکړې.
نوموړي سپورتي فعالیتونه د محصلانو په فزيکي او ذهني وده کې اغېز لرونکي وبلل او زیاته یې کړه، چې د پوهنتون اداره د سالم علمي او تدریسي چاپېریال د برابرولو تر څنګ د سپورت ودې او پرمختګ ته هم ژمنه ده. 
د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې آمر محمد نسیم کاکړ وویل، چې له دې سیالیو یې موخه د محصلینو تر منځ یووالی او همغږي رامنځ ته کول او هغوی ته سالمه بوختیا برابرول و.
د ټورنمنټ د پای په مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال سربېره د وترنرۍ علومو پوهنځي مرستیال پوهنمل یونس وزیري، د دواړو پوهنځیو استادانو، د فرهنګي کمېټې غړو، د پوهنتون د محصلانو چارو امر مـــ/ـــــولوي سعید الله عمري ګډون کړی و، چې ګټونکو لوبډلو او د سیالیو غوره لوبغاړو ته یې کپونه او مډالونه ورکړل.
سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۳۹ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.


د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې محصلینو له لوري د (۳۹) څېړنیزو پروژو د پایلو پوسټر نندارتون ترسره شو.

دغه نندارتون چې د ښوونې او روزنې پوهنځي په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۸
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۳۳ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقي علومو څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۳۳) تنه علمي کادرونه فارغ شول.
په همدې مناسبت د دې پوهنتون د غونډو تالار کې فراغت. . .

BACK TO NEWS

User account menu