ننګرهار پوهنتون کې د څېړنې پېژندنې ۳ ورځنی ورکشاپ پیل شو.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۲ - ۱۹:۵۰
picture

یاد ورکشاپ، چې د ننګرهار پوهنتون د ساینسي او اجتماعي علومو پوهنځیو ۳۰ تنو استادانو ته ددې پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو معاونیت له لوري دایر شوی؛ پر مهال یې د تحقیق اساسات، اصول، ډیزاین، معلوماتو راټولول، تحلیل او پرپوزل لیکنې سربېره د څېړنې ترسره کولو اړوند اړین معلومات وړاندې کیږي.

د ورکشاپ ګډونوالو ته د وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس شــ/یخ انعام الله مدني د څېړنې په ارزښت او اهمیت خبرې وکړې او یاد ورکشاپ یې ډېر ګټور وباله.

نوموړي د ورکشاپ ګډونوالو سره د څېړنو ترسره کولو په برخه کې د هر راز اسانتیاوو او امکاناتو برابرولو ژمنه وکړه او هغوی ته یې د فعال ګډون سپارښتنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مــ/ولوي احسان الله ناصح د خپلو خبرو پر مهال  ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه، چې د ورکشاپ د موادو څخه اعظمي استفاده وکړي او د خپل پوهنځي له استادانو سره یې شریک کړي.

نوموړي ژمنه وکړه، چې په راتلونکي کې به هم د استادانو د ظرفیت لوړونې په خاطر ورته ورکشاپونه دایر کړي.

د یادونې وړ ده، چې د ورکشاپ۳ یمه ورځ د استادانو له لوري د تدریس شويو موضوعاتو اړوند عملي کار ته ځانګړې شوې ده.

سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو آمریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۴۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو ته د مسنونو دعاګانو د فضیلت، اهمیت او ګټو په اړه دیني او معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له لوري د پوهنتون په جامع مسجد کې د سهارني درس پر مهال اداري او خدماتي کارکوونکو ته د مسنونو دعاګانو د فضیلت، اهمیت او ګټو په هکله دیني او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۱:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون د روان تحصیلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، یادې ازموینې چې نن ورځ (د غبرګولي په ۱۱ مه) نېټه پیل شوې، درې اوونۍ دوام کوي او په ترڅ کې به یې د لیسانس دورې د ورځې، شپې او ماسترۍ پروګرامونو محصلینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۲
Background image

طب پوهنځي کې د تلاسیمیا ناروغۍ په هکله د عامه پوهاوي سيمینار دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي استادانو، ډاکترانو، د جلال اباد ښار د لابراتوارونو مسؤلینو او متخصصینو ته د تلاسیمیا ناروغۍ د تشخیص نویو طبي پرمختګونو، مخنیوي لارو، درملنې او په اړه یې د. . .

BACK TO NEWS

User account menu