د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال د طب پوهنځي محصلینو د عملي زده کړو بهیر له نږدې وڅاره.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۱۸:۲۷
picture

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي ددې پوهنتون په تدریسي روغتون کې د طب پوهنځي محصلینو د عملي زده کړو له بهیر څارنه وکړه او همدارنګه یې د استادانو د عملي تدریس څرنګوالي په هکله معلومات ترلاسه کړل.

نوموړي د پوهنتون تدریسي روغتون مسؤلینو سره په مجلس کې د عملي زده کړو په پراختیا او پیاوړتیا ټینګار وکړ او سپارښتنه یې وکړه، چې محصلین باید په ټاکلي وخت د خپلو نظري درسونو عملي اړخونه تجربه کړي.

نوموړي محصلینو سره په کتنه کې د عملي زده کړو په اهمیت خبرې وکړې او هغوی یې وهڅول چې د ستاژ زده کړې په سمه توګه ترسره او راتلونکي کې ناروغانو ته د غوره روغتیايي خدمت ترسره کولو جوګه شي.

ښاغلي هاشمي محصلینو سره ژمنه وکړه، چې ورته به د عملي زده کړو اړوند لازم فرصتونه برابر کړي او هغوی یې د خپلو استادانو درناوي، عملي زده کړو ته پر وخت حاضرېدو او خپلو درسونو کې جدي هلو ځلو ترسراوي ته راوبلل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۴۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو ته د مسنونو دعاګانو د فضیلت، اهمیت او ګټو په اړه دیني او معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له لوري د پوهنتون په جامع مسجد کې د سهارني درس پر مهال اداري او خدماتي کارکوونکو ته د مسنونو دعاګانو د فضیلت، اهمیت او ګټو په هکله دیني او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۱:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون د روان تحصیلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، یادې ازموینې چې نن ورځ (د غبرګولي په ۱۱ مه) نېټه پیل شوې، درې اوونۍ دوام کوي او په ترڅ کې به یې د لیسانس دورې د ورځې، شپې او ماسترۍ پروګرامونو محصلینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۲
Background image

طب پوهنځي کې د تلاسیمیا ناروغۍ په هکله د عامه پوهاوي سيمینار دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي استادانو، ډاکترانو، د جلال اباد ښار د لابراتوارونو مسؤلینو او متخصصینو ته د تلاسیمیا ناروغۍ د تشخیص نویو طبي پرمختګونو، مخنیوي لارو، درملنې او په اړه یې د. . .

BACK TO NEWS

User account menu