په ختیځ کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره وليدل.

nu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۱۲:۴۹
image

 

د افغانستان په ختیځ کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې UNHCR د ملاتړ څانګې مسؤل او سرپرست مشر یوسف مزي ګواني د یوه پلاوي په مشرۍ د ننګرهار پوهنتون له رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال سره وليدل.

په ياده لیدنه کې، چې د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستيال پوهنوال سيد اکرم هاشمي او د پوهنتون د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر پوهنمل دوکتور محمد دوست صافي هم په کې حضور درلود، دواړو خواوو د کډوالو او بې وزلو محصلینو لپاره په پوهنتون کې د زده کړو د غوره چاپېریال رامنځته کولو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي ګواني د المان سفارت په مرسته د پوهنتون ادارې ته د لسو سکالرشیپونو د ورکړې خبره وکړه، چې له لارې به یې د پوهنتون لس تنه هغه بې وزله محصلین، چې هېواد ته نوی راستانه شوي او پوهنتون ته نوی جذب شوي وي، د لیسانس دورې د څلورو کلونو په موده کې مالي ملاتړ ترلاسه کړي.

د یادې ادارې د اړیکو او پروګرامونو مسؤل محمد ایمل وویل: اداره یې له ننګرهار پوهنتون سره د څېړنو او نورو علمي برخو کې د ګډ کار لېوالتیا لري او ډېر ژر به د دواړو ادارو تر منځ د یو تفاهملیک د رامنځته کېدو پر مسوده کار وکړي او د تفاهملیک په رڼا کې به متقابلو اړیکو او همکاریو ته دوام ورکړي.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د پوهنتونونو او ذیربطو ادارو تر منځ د ګډو همکاریو پر شونتیا او ارزښت خبرې وکړې او د مننې تر څنګ یې راغلي پلاوي ته ډاډ ورکړ، چې د یوه شفاف میکانېزم له لارې به ورته یاد محصلین ور وپېژني.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu