د ننګرهار پوهنتون د تقرر او انفکاک غونډه ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ ترسره شوه.

sakhizada_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۷ - ۸:۲۸
iamge

 

په یاد مجلس کې د محصلانو چارو مرستيال پوهنوال سيد اکرم هاشمي، د پوهنځيو او تدریسي روغتون رئيسانو او مرستیالانو برخه لرله، چې د علمي کادرونو د تقرر او نورو مسايلو په اړه په کې بحث او خبرې اترې وشوې.

د مجلس د پرانيستې وينا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د پوهنتون د تدریسي بهیر د پیل کېدو لپاره د اړین چمتووالي په اړه د پوهنځیو مسؤلینو ته اړینې لارښوونې وکړې او هغوی یې خپلو مسؤلیتونو ته ځیر کړل.

نوموړي دغه راز د پوهنځیو او تدریسي روغتون رئیسانو ته سپارښتنه وکړه، چې د روانې کب میاشتې تر ۲۵ نېټې دې د ۱۳۹۹ لمریز کال د کړنو او لاسته راوړنو ګزارشونه برابر او د پوهنتون ادارې ته وسپاري.

د غونډې په دویمه برخه کې د ننګرهار، لغمان، کونړ سید جمال الدین افغاني، نورستان، لوګر او کندز پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو د تقرر ۱۵ کیسونه مطرح او د بحث او پرېکړو وروسته اړوندو څانګو ته محول شول.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu